د همغږی عالی کمیسیون د اوومی غونډی ترسره کیدل

د لړم 30 مه 1402 کال چی د 1445 کال د جمادي الاول له 8 سره سمون خوري، د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون اوومه غونډه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست رئیس ښاغلی نور احمد آغا په مشرۍ د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، مالیې او عدلیې وزارتونو، د استخباراتو د عمومي رياست، سترې محکمې او د فرمانونو او د حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست لوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړه شوه.

په پیل کې د همغږی عالي کمیسیون رئیس ښاغلی نورآحمد اغا د کمیسیون قدر وړ غړو ته ښه راغلاست و ویل او د دی غونډی پرانیستونکی وینا کی یی د دی مجلس په ارزښت او اهمیت یی خبری وکړی زیاته یی کړه چی د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلی بري وروسته دویمه غونډه ده.

همداراز ښاغلی نور احمد اغا د پیسو وینځلو، د نشه یي توکو له کاروبار څخه د لاسته راغلو عوایدو او نورو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د قانون د پلی کونکی اداری او ټولو اړوندو دولتی ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. او زیاته یی کړه چې د دی غونډی ترسره کېدل له نړیوالو سره د مثبتو اړیکو د ټینګښت او د ښو اړیکو د ساتلو په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د ژمنتیا ښودنه کوي.

دغه راز له اجنډا سره سم د افغانستان د مالی رپوټونو او معاملو د شننی مرکز لوی آمر او د دی کمیسیون د دارالانشا رئیس ښاغلي جمال ناصر ر‌ؤفي په افغانستان کې د پیسو وینځلو او د ترهګری د تمویل سره د مبارزې په اړه لنډې خبرې وکړې او په افغانستان کې د پیسو وینځلو او د ترهګرو له تمویل سره د مبارزې د اوسني رژیم د قوتونو، کمزورتیاوو، فرصتونو او ننګونو په اړه یی د غونډی ګدونوالو ته معلومات وړاندی کړل.

ورپسې د یاد کمیسیون د دارالانشاء نورو غړو د مالی رپوټونو او معاملو د شننی مرکز لخوا د خپرو شویو قضیو په اړه د قانون پلي کونکو ادارو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په اړه، د اړونده ادارو ترمنځ د معلوماتو د تبادلی په اړه، د قانون پلي کونکوادارو د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرامونو جوړول، د مالی اقداماتو د کاری ډلی د سپارښتونو مطابق د ځانګړو غیر مالی تشبثونو او حرفو سکتور د کار د پیل په اړه ارزښتناکه معلومات وړاندې کړل.

حرفو سکتور د کار د پیل په اړه ارزښتناکه معلومات وړاندې کړل. په پای کی د همغږۍ د عالي کمیسیون د اوومې غونډې باصلاحیته استازو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې به هر اړخیزه همکاري او همغږي ته چمتو دی.





کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019